عمران خان د جنورۍ پر اتمه پر ټویټر ولیکل، د پوځ مشر ته یې ویلي چې د هغو هیوادونو له پوځي مشرانو سره اړیکه ونیسي او دا پیغام ورکړي چې" پاکستان د امن لپاره خپل کردار ادا کولو ته تیار دی خو د جګړې برخه نه جوړیږي.
ولسمشر ټرمپ پر ایران د نورو اقتصادي بندیزونو لګولو دړکه ورکړه او زیاته یې کړه چې دا بندیزونه به تر هغو وي چې ایران لارې ته نه وي راغلی.
د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي وايي، پر عراقي نظامي اډو راکټي حملې د امریکا پر مخ څپېړه ده. په ایران کې د یوه اکرایني هوايي شرکت الوتکه لوېدلې. د سومالیا په پلازمېنه کې په یوه موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران او د ګلان کېمپ اوسیدونکي له افغان حکومت او نورو مرستندویه ادارو غواړي، چې دوی سره د ژمنیو توکو او خوراکي موادو مرستې وکړي.
دغه پل ۱۱ کاله وړاندې ویجاړ شو او له همغه راهیسې د سیمې خلک له سیند څخه د تېرېدو لپاره له کښتیو استفاده کوي. نور جزییات یې د روح الله انوري په راپور کې وګورئ
د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي وایي، په عراق کې پر امریکایي پوځي اډو د ایران حمله د متحده ایالتونو پرمخ یوه څپیړه وه او امریکا باید له سیمې ووځي.
د افغانستان په شمال ختیځ کې د تخار د یو شمېر ولسوالیو او د مرکز اړوند ځینو سیمو اوسېدونکي خپلسري وسله وال، په هدفي وژنو، وسله والو غلاوو، انسان تښتونې او د عامو خلکو په ځورولو تورنوې.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو د دې څرګندونو په غبرګون چې ایران د افغانستان سوله زیانمنوي وایي، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د افغان سولې د اجماع د پیاوړتیا لپاره رول ولوبوي.
واکمن ګوند وايي، د ناقانونه پیسو څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) له تور لسټه د پاکستان ژغورلو لپاره يې دغه ګام اخېستی دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، د نږدې شلو ولایتونو په یو شمېر محلونو کې بیا رأی شمېرنه کوي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ وروسته سېنېت هم د جنورۍ پر اتمه نېټه ددې هېواد د پوځي مشرانو د کاري مودو د زياتولو په اړه د حکومت له خوا وړاندې شوي قانونونو مسودې منظورې کړې.د ولسمشر تر لاسليک وروسته به قانونونه رسمي بڼه خپله کړي.اپوزيشن ګوندونو پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ نواز او عوامي نېشنل پارټۍ په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې د قانونونو ملاتړ کړی چې دې خبرې ددې ګوندونو ځينې غړي او سياسي چارو پوهان حيرانه کړي دي.
دغو درې واړو ګوندونو تور پورې کړی وو چې د جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ پوځ د تېرکال په عامو انتخاباتو... Читать дальше...
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو او بېرته راستانه شویو کډوالو لپاره د ځمکو د وېشلو لړۍ پیل کړه.
د خوست شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون چې څلور میاشتې مخکې فعال شوی او ۵۲ تنه روغتیايي کارکوونکي لري، ډېر لږ ناروغان ورته درملنې لپاره راځي.
د روغتون مسوولین یې لامل د برښنا او بودیجې په ګډون ځینې ستونزې یادوي.
نور د نجیب الله الوخیل په ویډیويي رپوټ کې وګورئ.
د سېنېټ دفاع قايمه کمېټۍ د پاکستان ځمکني، فضايي او بحري ځواکونو د مشرانو کاري مودې غځولو په اړه درې بلونه په سېشنبه منظور کړي ول.
د جنورۍ پر اتمه د یوې اوکراینۍ مساپروړونکې الوتکې پرېوتو په پېښه کې د څلورو افغانانو په ګډون سپاره ټول ۱۷۶ کسان وژل شوي دي. د الوتکه د ایران له پلازمېنې تهرانه تر الوت لږ ساعت وروسته پرېوتې چې پکې ۸۲ ایرانیان او ۶۳ کاناډايي وګړي هم شامل ول. د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو ویډیويي رپورټ.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د پوځ یو "ام ای-۳۵" ډوله هلیکوپټره د تخنیکي ستونزو له امله په فراه کې نسکوره شوې ده.
ددغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن چهارشنبه (جدي ۱۸مه) له غرمې مخکې په ۱۱ بجو رامنځته شوې ده.
دفاع وزارت ویلي، د ملي اردو دغه جنګي هلیکوپټره د فراه له مرکز څخه پرچمن ولسوالۍ ته روانه وه چې د تخنیکي ستونزو له امله راولوېده.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه پېښه کې د هوايي ځواکونو دوه پیلوټان وژل شوي دي.
د جمعې په ورځ د عراق په پلازمېنه بغداد کې د هغه وژل کېدو د امريکا د متحدو ايالتونو او ايران ترمنځ اړيکې لا کړکېچنې کړې.
په عراق کې د امریکا په دوو پوځي اډو د ایران تر راکټي بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټویټر کښلي، "هر څه سم دي".
د ننګرهار د کرنې ریاست او یوشمېر نورو ادارو له لوري د کرنې په برخه کې ښځینه متشبثینو ته د پورونو د ورکړې په تړاو د دولتي ادارو او بانکونو له چارواکو سره د همغږۍ ګډه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې، چې نن په جلالا اباد کې جوړه شوه د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ډاکتر محمد ضمیر بهسودي وویل: "دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د اسلامي اصولو له مخې د پورونو ورکړه په دې برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته کولای شي."
ښاغلي بهسودي د کرنې ادارې له لوري مېرمنو ته په تېر کال کې د ترسره شويو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو هم معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د عایداتي سرچینو د ډيروالي لپاره لومړیتوبونه مشخص کړل.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل، چې دوي د ساختماني موادو لپاره په ۲۹ ولایتونو کې ۱۴۷ ساحې مشخصې کړې دي.
هغه زیاته کړه: "په دې برخه کې شپږ بيلابيل تړونونه لاسلیک شوي دي، ۱۴ نورې پروژې هم چمتو دي، اساسي مسله داده چې مونږ د خپلو عایداتي سرچینو د ډيروالي لپاره په لسو منرالونو باندې کار کوو."
په دغو منرالونو کې چې د افغانستان د کانونو وزارت د عایداتي سرچینو لپاره غوره کړي تالک، مرمر، کرومایټ، مالګه او نورې برخې شاملې دي.
په پکتیکا ولایت کې هغه پلار چې خپلې درې لورګانې په زیات واټن تر ښوونځي بیایي او راولي د ګواښوونو او خبردارو له امله اندېښمن کړی.
د امریکا د هوايي چلند فدرال ادارې د ایران، عراق او د خلیج د سیمې پر اوبو د هغو ټولو هوایي شرکتونو د الوتکو پروازونه منع کړي چې په امریکا کې ثبت دي.
دا وروسته له هغه چې نن سهار وختي په عراق کې د امریکایي ځواکونو په دوو پوځي اډو د ایران لهخوا راکټي بریدونه وشول.
د امریکا د هوايي چلند فدرال ادارې ویلي چې په منځني ختیځ کې وضعیت کلک څاري.
د دې ادارې په بیان کې زیاته شوې چې په منځني ختیځ کې د پوځي فعالیتونو او سیاسي کړکېچونو د زیاتېدو په خاطر په پروازونو باندې ممنوعیت لګول شوی.
د امریکا له دې... Читать дальше...
په تهران کې د لویدلې اوکرایني الوتکې ټوله ۱۷۶ سورلۍ وژل شوې ده.
دا خبره د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د ایراني چارواکو په حواله لیکلې ده.
د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند رضا جعفر زاده وویل چې نن سهار په پاو باندې پنځو بجو د تهران له امام خمیني نړیوال هوايي ډګره د اوکرایین نړیوال هوايي شرکت یوه بویینګ ۸۰۰-۷۳۷ د کییف په مقصد والوته خو له پرواز لږ وروسته ولوېده.
لومړی د پېښې علت تخنیکي عوامل یاد شوي و.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د اوکرایینۍ الوتکې د ټولو سورلیو د وژل کېدو خبره تایید... Читать дальше...
خو له بلې خوا ورځپاڼې د ځينو سرچینو په حواله لیکلي چې ښاغلی سلیماني په ډېرو سازمان شویو وژنو کې لاس درلوده او وژلیې هېڅ مسؤلیت نهلري.
خپرونه لیکي، د قاسم سلیماني وژنې افغانان اندېښمن کړي دي چې هسې نه افغانستان د امریکا او ایران د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي.
Спорт в России и мире
Москва
Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Вторая ракетка Казахстана опустилась в чемпионской гонке WTA
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: на территории Польши и Прибалтики готовят атаки на восток
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Булат Окуджава
В МХТ имени Чехова 8 и 9 мая пройдет концерт с песнями Булата Окуджавы
Москва
Специальная оценка условий труда военных коммунальщиков проведена в Московской области
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net