ایران کې د لویدلې اوکرایني الوتکې ټوله ۱۷۶ سورلۍ وژل شوې
په تهران کې د لویدلې اوکرایني الوتکې ټوله ۱۷۶ سورلۍ وژل شوې ده.
دا خبره د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د ایراني چارواکو په حواله لیکلې ده.
د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند رضا جعفر زاده وویل چې نن سهار په پاو باندې پنځو بجو د تهران له امام خمیني نړیوال هوايي ډګره د اوکرایین نړیوال هوايي شرکت یوه بویینګ ۸۰۰-۷۳۷ د کییف په مقصد والوته خو له پرواز لږ وروسته ولوېده.
لومړی د پېښې علت تخنیکي عوامل یاد شوي و.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د اوکرایینۍ الوتکې د ټولو سورلیو د وژل کېدو خبره تایید کړې او د وژل شویو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.
دا لا نه ده معلومه چې په الوتکه کې د کومو کومو هېوادونو اتباع ناست و.