افغان حکومت د ملکي تلفاتو په اړه د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې راپور رد کړی دی. د ایران ولسمشر د خپل هیواد له وسله والو ځواکونو غوښتي چې تېره اوونۍ د اوکرايني الوتکې د ویشتلو په اړه دې بخښنه وغواړي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.
د خیبر پښتونخوا په مردان کې د بورې یا چینۍ کارخانه د ګنیو کموالي او زیاتو ټیکسونو له وجې تړل شوې. د کارخانې سلګونه کارګران تړل شوي او مشران یې وايي چې د ګني د کمې بیې له وجې کروندګر خپل ګني په ګاڼیو پلوري او کارخانې ته یې نه وروړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د استیناف محکمې مشرې انیسې رسولي د محکمې په علني غونډه کې وویل، چې د بند موده د تورنو کسانو د نیول کېدو له ورځې پیلیږي.
نیویارک ټایمز ویلي چې دغه توغندي له الوتکې د ۱۳ کیلو مترو په واټن کې د ایران له یوې پوځي اډې توغول شوي او پر الوتکې لګېدلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان د چهارشنبې په سهار په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان څخه د یو شمېر ایراني چارواکو د هغه څرګندونو په اړه وضاحت وغوښت چې ویلي و که امریکا په ایران برید وکړي ایران به په افغانستان کې د امریکا یو شمېر اډې په نښه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د هېڅ یو ایراني پوځي چارواکي نوم نهدی اخیستل شوی.
په دې اعلاميه کې راغلي چې د ایران سفیر د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د دواړو هېواد د ښو اړیکو د ټینګښت ترڅنګ د جغرافیوي... Читать дальше...
د افغانستان ولسي جرګه په وزارتونو او یو شمېر خپلواکو ادارو کې د سرپرستۍ په دوام نیوکه کوي او وايي، د دې ادارو سرپرستان قانون او ملي شورا ته ځواب ویوونکي نه دي.
نن د مشال راډیو ۱۰مه کاليزه ده. د مشال راډيو خپرونې پوره ۱۰ کاله وړاندې د ۲۰۱۰م کال د جنوري پر ۱۵مه پیل شوې. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د مشال راډیو د خپرونو پر پښتنو سيمو اغېز، نيمګړتياوې او د ښه کولو وړاندېزونه څېړل شوي دي.
ميلمانه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استاذی محسن داوړ، له کورمې د جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې د قامي اسمبلۍ غړی حاجي منير اورکزی، د جماعت اسلامي يو مشر پروفيسر ابراهيم، په سېنېټ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی عثمان کاکړ، سياستوال افراسياب خټک، د مشال راډیو... Читать дальше...
د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې لیکلي، د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړي شپږ میاشتو کې د افغان او امریکايي ځواکونو په بریدونو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر، د طالبانو په بریدونو کې ملکیاتو ته د اوښتو تلفاتو په پرتله زیات دی.
له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې د ټاکنیزو کمېسیونونو ۹ پخواني غړي په دوه ـ دوه کاله او شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم کړل.
د افغانستان په ولایتونو کې داسې یوشمېر بې ځایه شوې کورنۍ دي چې له بې وزلۍ په نمجنو کېږدیو کې د سونتوکو پرته له ډېرو کړاوونو سره ژوند کوي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
تر نمجنو خیمو لاندې د سون توکو پرته ژوند کول، ولایت په ولایت د خلکو په ځانګړي ډول بې ځایه شویو ستونزې.
نور حال د ازادي راډیو د خبریالې لیمې هادي په دې راپور کې:
اورنګزېب ګيله من په کواټ کې اليکټرانيکي توکي رغوي او شاعري هم کوي. د ده په وینا خيال محمد، سردار علي ټکر، ګلزار عالم، مه جبين قزلباش، وږمې، نازيه اقبال، حشمت سحر، شهنشاه باچا اور نورو سندر غاړو یې شعرونه هم زمزمه کړي دي. له نوموړی سره د مشال راډیو خبریال ممتاز بنګش خبرې په دې ویډیو اورېدای شئ.
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ستونزو د هواري په برخه کې افغان حکومت تر ډېره پړ ګني، خو ټینګار کوي په دې برخه کې یو شمېر تګلارې عملي شوي چې په خبرهیې اغېزناکې وې.
د مردان په ګوجر ګړۍ کې له اوسپینو بېلا بېل څیزونه جوړېږي چې د سیمې یو لوی صنعتي مرکز دی. دلته په کارخانو کې دننه لوی لوی ماشینونه لګېدلي دي چې پکې د جوارو، غنمو، ترېشرو ترڅنګ، لوښي، لاسګاډي او یوشمېر نور اوزارونه جوړېږي. نور د شاهنواز ترکزي په ویډیويي راپور کې وګورئ.
د نړیوال فوټبال لوبغاړي لیونل مسي له ملاتړ سره سره د بارسلونا مشر روزونکی لیرې کړای شو.
بارسلونا کلپ دغه اسپانیایي روزونکی چې ارنستو والورده نومېده، له سرمربي ګرۍ لیرې او پر ځای یې کیکهستین چې تر دې وړاندې د رئال بتیس روزونکی وه وټاکه.
د بارسلونا فوټبال لوبډلې لوبغاړي لیونل مسي د کلپ د دغې پرېکړې په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه لیکي، چې والورده مسي تهیې ۲۰۱۷ میلادي کال کې روزنه ورکړې، تکړه او مسلکي روزونکی دی او هر چېرې چې لاړ شي هغه لوبډله به ورسره وغوړېږي.
تر مسي وړاندې سوارس هم د دغه روزونکي د ګوښه کېدو په اړه غبرګون ښودلی و.
د افغانستان ووشو لوبې په لومړي ځل په نړیوال المپیک کې ثبت شوې.
د افغانستان د ووشو فدراسیون مشر سید رحمان یورش نن ازادي راډیو ته وویل چې تر دې وړاندې افغان ووشو لوبغاړو یوازې په اسیایي کچه لوبې کولای شوې، خو تر دې وروسته به په نړیواله کچه لوبې وکړي.
هغه زیاته کړه: "د جنوري میاشتې په ۸مه نېټه د المپیک نړیوالې شورا اعلان وکړ چې ووشو نړیوال المپیک غړیتوب ترلاسه کړ، نو د دې ترڅنګ په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په چین کې المپیکي سیالیو کې ګډون وکړي."
د ښاغلي یورش په خبره، دا مهال په ټول افغانستان کې په ووشو... Читать дальше...
د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې افغان لوبډلې په تمریناتي لوبه کې انګلستان ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
ښاغلی هوتک وایي، دغې افغان لوبډلې راتلونکي نړیوال جام رسمي سیالیو ته پوره چمتوالی نیولی.
هغه زیاته کړه: "د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو کرکټ لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو لپاره په هر لحاظ ښه چمتووالی نیولی چې ښې لاسته راوړنې به ولري."
د ښاغلي هوتک په وینا، د دغه تمریناتي لوبو... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د سوات په بېلا بېلو سيمو کې د واورو له اورېدو سره که يو خوا ورته سېلانيانو مخه کړې نو بلخوا ځايي خلک هم ورته دي. نور د نياز احمدخان په ویډیويي راپور کې.
ساټ ۱ عزيز کالامي ، کبډي تابياکونک
بلوچستان کې د ناورينو سمبالولو صوبايي ادارې يو چارواکی وايي، په دې صوبه کې ۳۱ کسان واورو او بارانونو وژلي دي چې پکې زياتره ښځې او ماشومان دي.
پخوانی سېنېټر افراسياب خټک وايي، ترڅو چې د پاکستان پر ايين په مکمله توګه عمل ونکړل شي نو تر هغو به مسلې همداسې پر خپلځای پرتې وي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د روان کال په ترڅ کې ۵۴ زره افغان ښځو ته د اقتصادي بسیاینې لپاره کرنیز خدمتونه وړاندې کړي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل، د شنو خونو وېش، په بېلابېلو برخو کې د پروسس دستګاوو جوړول، کورنۍ باغچې، په بېلابېلو اندازو د چرګانو د فارمونو وېش او نورې هغه پروژې دي چې د ښځو اقتصادي وضعیت بدلوي او د د دغه وزارت لهخوا دا کارونه ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړه: "دغه ښځې چې د کرنې وزارت له پروژو برخهمنې کېږي وبه کړای شي چې د خپلو کورنیو اړتیاوې برابرې... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه چین ته د ۶۲ زره ټڼه جلغوزیو د صادراتو خبره کوي.
د دغې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، د کورنیو او چینایي شرکتونو د هوکړې پر بنسټ او د چارو ادارې له تخنیکي معاونیت سره په همغږۍ دغه اندازه جلغوزي به تر ۵ کلونو پورې چین ته صادر شي.
ښاغلی نوید وایي، دغه جلغوزي چې ټاکل شوې تر راتلونکو پنځو کلونو چین ته واستول شي د صادراتو له درکه ترلاسه کېدونکی رقمیې ۲.۲ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
هغه زیاته کړه: "کله چې اقلام له هېواده بهر په مناسب قیمت پلورل... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په سیمه کې د تاوتریخوالي پر کمښت خبرې کړي.
حمدالله محب د رېسینه ۲۰۲۰ ډیالوګ لپاره د هند پلازمینې نوې ډهلي ته ورغلی او نن یې له ښاغلي ظریف سره هملته لیدلي.
محب او ظریف داسې وخت په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه خبرې کړي چې د ایران او امریکا کړکېچ د ایراني جنرال قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته اوج ته رسیدلی او ایران له امریکا د غچ اخیستلو ګواښونه کړي.
د ملي امنیت شورا په ټوېټرپانه د دې لیدنې په اړه په... Читать дальше...
د کندهار د نهمې ناحیې اوسېدونکي محبوبالله ازادي راډیو ته وویل، د کورنۍ یو غړی یې وروسته تر دې مړ شو چې د ورښتونو له املهیې د کور چت ونړېد.
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د سولې په ځانګړې توګه د اوربند په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
Спорт в России и мире
Москва
Баскетболист ЦСКА Хэнлан назвал Москву лучшим местом для жизни
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Арина Соболенко
Соболенко: я предпочитаю смотреть мужской теннис, а не женский
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Мокрый фасад: как сделать отделку по технологии СФТК
Путин в России и мире
Москва
Тема дня: Путин назвал сохранение духовных ценностей условием укрепления суверенитета
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко убежден, что белорусы «никогда еще так хорошо не жили»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский допустил, что Москва и Киев начнут мирные переговоры
Навальный в России и мире
Москва
Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Стас Пьеха
«В чем угодно, только не в красных стрингах!» Стас Пьеха рассказал о фотосессии на «Фабрике звезд» в шоу «УТРО. ТНТ»
Москва
Компания Ctrl2GO предоставит администрациям регионов РФ доступ к сервисам мониторинга паводков
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net