پوتین د اپوزیسون د یو فعال د زنداني کېدو د حکم قانونیت څېړل غوښتي
کرملین وايي، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د دې هېواد د لوی څارنوال دفتر ته امر کړی چې د اپوزیسون د یو فعال د زنداني کیدو د حکم قانونیت دې وڅېړي. دا فعال په هغو مظاهرو کې چې اجازه نه وه ورکړل شوې په مکرر ډول د برخې اخیستو له کبله زنداني شوی دی. کونسټانټین کوټوف د تیر کال په سیپټمبر میاشت کې د هغه لانجمن قانون پر بنسټ په څلور کلن زندان محکوم شو چې د 180 ورځو موده کې له یوې څخه په زیاتو جواز نه لرونکو مظاهرو کې ګډون جرم ګڼي. کرملین پر خپله ویب پاڼه لیکلي، پوتین د کوټوف د محکومولو د قضیې د بیا... Читать дальше...