د جنورۍ پر ۲۹مه سهار د خېبر پښتونخوا د صوابۍ په پارمولو کې د پوليو ويکسينو د کمپاين پر يو ټېم ډزې وشوې. يوه کارکوونکې ځای پر ځای ووژل شوه او بلې یې په روغتون کې ساه ورکړه. په دې اړه د ځلاند یوسفزي ویډیويي راپور وګورئ.
په دغه لنډ تصویري رپوټ کې به وګورئ چې کرونا څنګه له یوه حیوانه انسان ته سرایت کړی او په دغې ناروغۍ داخته کیدو نښې کومې دي.
د تورخم دروازه نن څو ساعته وروسته تر تړل کېدو بیرته پرانیستل شوه. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علي وزیر وايي، د حکومت د مذاکراتو وړانديز ځکه جدي نه دی چې يوه خوا د مذاکراتو خبرې کوي او بل لور ته د دوی ملګري نيسي. فلسطینیانو په غزه کې د امریکا د سولې د پلان پر ضد پراخ لاریونونه وکړل.
ایچ ار سي پي ویلي "داسې هېڅ نخښه نه شته چې احتجاجیانو دې په تشدد ته مخه کړې وي، خو ویډیو کلیپونه ښکاره کوي چې پولیس له دوی سره لاس او ګرېوان دي".
د پوځ له مشره واخلې بيا تر وزيراعظم عمران خان پورې ټول د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې جايزې بولي خو بيا ولې حل کېږي نه؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان پخواني ډپلوماټ اياز وزير، پېښور کې خبريال او څېړونکي محمود جان بابر او په کوټه کې د سياسي چارو پوه رفيع الله کاکړ سره څېړل شوې دي.
د جنورۍ پر ۲۸مه ماسپښین مهال د خوست زرګونو کسانو د منظور پښتین په ملاتړ لاریون وکړ او له نړیوالې ټولنې همدارنګه د بشري حقونو له مدافع سازمانونونو او فعالانو يې وغوښتل، چې د منظور پښتین په خوشې کولو کې دې لاس په لاس اقدام وکړي. په دې اړه د بجیب الله الوخېل ویډیو وګورئ.
د منځني ختیځ د سولې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان چې پرون، د جنورۍ په ۲۸مه، یې اعلان کړ په نړۍ کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امنیتي بنسټونو ترمنځ ښه همغږي موجوده ده او عملیاتونه د زونونو په کچه په قول اردو ګانو او دغه شان ځینې يې په کابل کې همغږي کېږي.
حشمت الله خپل ځوان ورور امین اغا په چاقو وژني.
وژونکی تښتي پولیس یې پلار نیسي.
دا پېښه په کاپیسا کې شوې.
خو د وژنې لامل څه دی؟
احمد هنایش پرې راپور جوړ کړی چې لېمه هادي یې وړاندې کوي:
ولسمشر د دې ژمنې پر مهال وویل، د کابل-هرات لویه لار به د غور له لارې جوړه شي څو د دې سیمې طبیعي بندښت پای ته ورسېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نیولو پرضد د هېواد د نورو برخو په ګډون په کوټه کې هم لاریون تر سره شو. نور د ایوب ترین په ویډیويي راپور کې وګورئ.
په دغه راپور کې ویل شوي، له ۲۰۰۱ میلادي کاله امریکا افغانستان سره ۱۳۷ میلیارده ډالره مرسته کړې چې ۸۶،۴ میلیارده یوازې د افغان ځواکونو په تجهیز او روزنه مصرف شوي دي.
د ننګرهار چارواکي وایي چې تورخم دروازه له ۱۰ ساعته تړل کېدو وروسته بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي چې پاکستاني لوري د امنیتي ملحوظاتو له کبله نن سهار وختي دغه دروازه د مسافرو او ټرانزیت پر مخ بنده کړه.
پاکستاني چارواکو ویلي، د افغانستان له خاورې د دوو هاوان مرمیو له ورتوغولو وروستهیې د تورخم لاره د تګ راتګ پر مخ بنده کړه.
ویل کېږي چې دغه هاوانونه د پاکستان پر خاوره لګېدلي، خو چا تهیې زیان نهدی اړولی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې... Читать дальше...
د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم معاونیت د مطبوعاتو د دفتر له لوري د یو ډلهییز انځور له شالیده د دې ماڼۍ د لومړي مرستیال د چوکاټ شوي تصویر لیرې کول، غبرګونونه په ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو کې راوپارول.
په دې سیمه کې روانو سیاسي ناکراریو او امنیتي کړکېچ د خلکو ژوند تر ډېره تر فشار لاندې راوستی او داسې ټولنیز فشارونه چې وخت نا وخت لګول کېږي، د ډېرو خلکو له مخالفت سره مخامخ کېږي.
والي اسدالله سعید دغه خبرې نن په ترینکوټ کې د استېناف څارنوالۍ د اداري ودانۍ د بنسټ ایښودنې پر مهال کړې دي.
د افغانستان ننګرهار چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو په تېره يوه اوونۍ د طالب وسله والو او داعش په ګډون اولس تنه نیولي دي.
د کندز ځایي مسؤلین او ولسي استازي وایي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۱۳ امنیتي او دفاعي سرتېري وژل شوي دي.
د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفيالله امیري ازادي راډیو ته وویل چې دغه سرتېري تېره شپه هغه مهال ووژل شول چې وسلهوالو طالبانو یې پر ګډې پوستې برید وکړ.
ښاغلی امیري وایي، برید کې ۱۲ نور سرتېري ټپیان شوي او درې نادرکه دي.
د کندز په امنیه قوماندانۍ کې یوه سرچینه بیا د وژل شویو امنیتي سرتېرو شمېر ۱۸ یادوي چې په خبرهیې ۱۵یې د ملي اردو او درې یې پولیس سرتېري دي.
طالبان بیا ادعا کوي چې دغلتهیې... Читать дальше...
په خیبر پښتونخوا کې ځينې ځوانان په لنډه موده کې د وجود جوړولو لپاره د سټيرايډ په ګډون نورې ضررمنې دوايانې کاروي چې د ګټې پرځای یې روغتیا ته زیان رسوي خو ځينې داسې ورزشګاوې هم شته چې په فطري او طبعي طريقو د بدن جوړولو پوهاوي ورکوي. نور د عظمت علي شاه په راپور کې وګورئ.
د افغانستان مرکزي بانک وایي، د افغانیو د ارزښت په لوړېدو سره د ډالرو بیې ټیټې شوې دي.
پخوا یو امریکايي ډالر ۷۹ افغانیو ته رسېدلی و چې اوسمهال یو امریکايي ډالر په ۷۶ افغانیو بدلېږي.
د افغانستان د مرکزي بانک ویاند ایمل عاشور نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانیو د ترویج لپاره پیل شوي کمپاین ښه نتیجه ورکړې او دا به لامل شي چې پردۍ پیسې ونهچلېږي.
که چېرې افغانۍ ډېره وکارول شي، دا به د ډالرو او نورو پیسو په وړاندې هم خپلې اغېزې ولري او ډېره لېوالتیا به افغانیو ته وي.
له بلې خوا مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر هم نن چهارشنبه د ليلام په ډول پلوري. Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د المان پراختیايي ادارې په همکارۍ د پانګونې پراختیا او مارکېټ ته د لاسرسي په هدف یو ورځنۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته نن په کابل کې ترسره شوه.
د دغې خونې ویاند جان اقا نويد ازادي راډيو ته وویل، په ناسته کې پر دې بحث وشو چې څنګه نړیوال مارکېټ ته لاسرسی پیدا کړي.
هغه زیاته کړه: "زموږ د نن ورځې کنفرانس په دې دی چې څنګه بازار یا مارکېټ ته لاسرسی پیدا شي، په دې پروګرام کې یو شمېر سوداګرو، ادارو او سوداګرۍ وزارت ګډون کړی او خپل نظریات شریکوي چې څنګه زموږ مالونه بهرنیو... Читать дальше...
د بادغیس سیمهییز چارواکي وايي چې ۶۲ افغان سرتېري د طالبانو له بنده خوشې کړای شول.
دا خبره د بادغیس د والي ویاند نجیمالدین برهاني ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل، دا افغان عسکر له یوه کاله راهیسې د بادغیس ولایت په بالامرغاب کې د طالبانو په بند کې و چې بېګا شپه د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خوشې شول.
په دوی کې پنځه کمانډو سرتېري او پاتې نور پولیس، اردو او سرحدي پولیس دي.
د بادغیس د والي ویاند ښاغلي برهاني زیاته کړه چې یاد افغان سرتېري د طالبانو لهخوا په بالامرغاب او جوند ولسوالۍ کې د جګړو پر مهال نیول شوي و. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح د محاکمې نهمه ورځ نن د واشنګټن په وخت د ماسپښین په یوه بجه په سنا جرګه کې ترسره کېږي.
سناتوران تر دوو ورځو وخت لري چې خپلې لیکلې پوښتنې د ټرمپ د محاکمې په بهیر کې د استازو جرګې لهخوا ټاکل شویو اووه تنو مدیرانو او هم د ولسمشر ټرمپ مدافع وکیلانو ته وسپاري.
د امریکا قاضيالقضات جان رابرټس د ولسمشر ډونالد ټرمپ د محاکمې بهیر اداره کوي.
د پوښتنو تر سپارلو وروسته تمه کېږي چې سناتوران په دې اړه رایه ورکړي چې ایا شاهدان شهادت ته وروغواړي که نه. Читать дальше...
په چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۳۲ ته رسېدلی او شپږ زره کسان پرې اخته شوي.
دا خبره د چین د روغتیا ملي کمېسیون نن تأیید کړې او ویلي یې دي چې نږدې ۱۰ زره نور ناروغه کسان هم تر معاینې لاندې دي.
تر چین بهر هم په اروپا، شمالي امریکا او د اسیا په څو نورو هېوادونو لکه جاپان، منګولیا، ویتنام کې لسګونه کسان په دې وژونکي ویروس اخته شوي.
کرونا ویروس تنفسي سیستم کمزوری کوي او په خطرناکه حالت کې یې ان د انسان په مرګ تمامېږي.
لومړی دا ویروس د چین په ووهان ښار کې د ډسمبر په میاشت... Читать дальше...
ورځپاڼې د بشري حقونو د څار د ډلې د اسیا د برخې د مشر براد ادمز په وینا لیکلي دي چې له جنایي قوانینو څخه د بیان د ازادۍ پر ضد او د سیاسي مخالفانو ځپل کله هم په ډیموکراسۍ کې نهځایېږي.
Спорт в России и мире
Москва
Олимпиада по финансовой грамотности МГУ проходит при поддержке СберСтрахования жизни
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Мария Шарапова
Первая ракетка России рассказала об общении с Шараповой
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Результативность, вовлечённость, трудоголизм — где грань? Книга от автора российской модели факторов вовлечённости персонала.
Путин в России и мире
Москва
Владимир Путин поздравил ветеранов с 50-летием начала строительства Байкало-Амурской магистрали
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Проводивший панихиду по Навальному* священник запрещен в служении
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Елена Маркелова
Продолжается реализации проекта - победителя 1 конкурса 2024 года Фонда президентских грантов «Интеграция в общество детей и подростков с ментальными особенностями методами адаптивной гимнастики»
Москва
Подмосковный школьник выиграл сертификат на образование в олимпиаде
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net