دانش: هیله ده چې د سیمې وضعیت به زمونږ امنیت او سولې بهیر اغېزمن نه کړي
افغان حکومت وایي، هیله ښيي چې د سیمې وضعیت د افغانستان امنیت او د دغه هېواد د سولې پروسه متاثره نه کړي.
افغان حکومت وایي، هیله ښيي چې د سیمې وضعیت د افغانستان امنیت او د دغه هېواد د سولې پروسه متاثره نه کړي.
په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ورښتونو له امله ۲۵ تر ۳۰ سلنې پورې کرنیز محصولات زیات شوي دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دغه کال کې په کرنیز سکټور کې د پام وړ بدلون راغی. نوموړي وویل، چې په په غله جاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راغلی. د کرنې وزارت وویل، چې د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي سره به د ولسي وګړو او بزګرانو په اقتصاد کې د پام وړ بدلون راشي.
د افغانستان د مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې سند د ژر تصویب غوښتنه کوي. د دغه وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، که چیرې ولسي جرګه دغه بودیجې سند تصویب نه کړي دغه وزارت به د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې، د پروژو د لګښتونو او نورو مالي مسایلو په برخو کې له ستونزو سره مخ شي. هغه زیاته کړه: “له ولسي جرګې زمونږ یوه غوښتنه داده چې د قانون په چوکاټ کې هره غوښتنه چې دوی د مالي بودیجې د سند لپاره لري هغه دې له مونږ سره شرېکه کړي خو اساسي غوښتنه داده چې په دغه سند باندې ژر... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو فوټبال لوبډلې په قطر کې خپل تمرینات ځنډولي دي. ټاکل شوې وه چې د امریکا د فوټبال لوبډله د جنوري له پنځمې تر پنځه ویشتمې په دوحه کې تمرینات ترسره کړي. د امریکا د فوټبال فدراسیون د دې تمریناتو د ځنډېدو علان پرون وروسته تر دې وکړ چې امریکایي ځواکونو په عراق کې د ایران د سپاه پاسدران د قدس څانګې عمومي قوماندان قاسم سلیماني وواژه او ایران وویل چې غچ به واخلي. له ټاکلي جدول سره سم، قطر د دوه زره دووه ویشتم کال د فوټبال د نړیوال جام کوربه دی. د امریکا د فوټبال فدراسیون ویلي... Читать дальше...
د نویو راپورونو له مخې په عراق کې د ایران پلوه ملیشو د موټرو پر کاروان د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر قاسم سلیماني تر وژلو څلورویشت ساعته وروسته بل برید شوی دی. د دې خبر په اړه تر اوسه د امریکا پوځ په رسمي ډول څه نه دې ویلي. د ننني برید په ارتباط ویل کېږي چې بې پیلوټه الوتکې پنځه کسه وژلي دي. نیوزویک د امریکا د دفاع وزارت په وینا خبر ورکړی دی چې په دې برید کې د امام علي په نوم د وسله والې ډلې غړي په نښه شوي او ډیر امکان لرې چې د دې ډلې مشر شبل الزیدي په کې وژل شوی وي. د امام علي وسله واله... Читать дальше...
د ایران د سپاه پاسداران د قُدس ډلې د قومندان قاسم سلیماني وژل کېدو د سیمې او نړۍ د ګڼو مطبوعاتو پام ور اړولی دی.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډيره د ایران د قدس ځواکونو د مشر وژل کېدو او پر افغانستان یې د اغیزو او د سولې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
د امریکا د ماليې وزارت د هغو کسانو او شرکتونو نوملړ خپور کړی چې له ایران سره د سوداګرۍ په خاطر پر دې هیواد له بندیزونو اغېزمن کېدای شي. دا نوملړ د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ریاست د جمعې په ورځ خپور کړ. په همدې لړۍ کې د امریکا د ماليې وزارت د افغانستان مرکزي بانک (د افغانستان بانک) ته یو سند لېږلی چې له ازادي راډيو سره شریک شوی. د دې سند له مخې به هغه سوداګر چې د چابهار له لارې له هند سره راکړه ورکړه کوي، کولای شي پیسې ولېږي خو یوازي له هغو اشخاصو، شرکتونو او دولتي چارواکو سره تجارت نشي کولای چې امریکا ورباندي بندیزونه لګولي دي. Читать дальше...
په افغانستان کې یو شمېر سیمې، لارې او سړکونه سږ کال د واورو پر مهال له لومړي درجې ګواښ سره مخامخ دي. دا خبره طبیعي پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم د جمعې په ماښام ازادي راډیو ته وکړه. ښاغلي فهیم د هغو سیمو په اړه چې له تهدید سره مخامخ دي، داسي وویل: "بدخشان، نورستان، د افغانستان یو شمېر مرکزي سیمې لکه بامیان، دایکندي، غور، پروان او بغلان چې له سالنګونو سره وصل کېږي، همداراز د سټوکنډو کوتل غوندې لارې او سړکونه چې کابل له ګردېز سره وصل کوي له هغو سیمو او لارو دي چې له زیات... Читать дальше...
د هسپانيې چارواکو د نوي کال په درشل کې د دریو امریکايي خویندو د جنسي ځورونې په تور درې افغانان نیولي دي. د هسپانيې پولیسو پرون وویل، دغه مشکوک کسان چې له شلو تر پنځه ویشتو کلونو عمر لري، په مورسیا ښار کې نیول شوي دي. د پولیسو ویاند وویل، ټاکل شوې ده له دغو کسانو د اوونۍ په پای کې د شنبې او یکشنبې په ورځو پلټنې پیل شي. د پولیسو په وینا د درو امریکايي خویندو تر شکایت وروسته دا کسان ونیول شول. دا درې نجونې په مورسیا ښار کې محصلینې دي.
د فرانسې پلازمینې پاریس ته نږدې د چړې په برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د فرانسې پولیسو د جمعې په ورځ یو کس وروسته له هغه په ډزو وواژه چې په یوه پارک کې يې پر خلکو د چاړې حمله وکړه. پولیسو ویلي د پېښې په اړه له عیني شاهدانو تحقیقات روان دي. د برید کوونکي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. دوه ټپيان د درمنلې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
پرون د جمعې تر لمانځه وروسته په نوې ډيلي کې مسلمانان د ۱۷مې پېړۍ جوړ- جامع جومات شا او خوا راټول شول او د هند د تابعيت په قانون کې د بدلون پر ضد یې شعارونه ورکړل. په زرګونو نور مظاهره چيان د پلازمېنې کوڅو ته راوتلي وو. دوی ویل چې دغه قانون د مسلمانانو په وړاندې تبعیض دی او د هندوستان د سیکولر اساسي قانون پر خلاف دی. د دې هېواد په نورو برخو کې هم ورته لاريونونه شوي دي. په جنوبي ښار تیرووانانتاپورام کې هم زده کوونکي راوتلي وو. د دې قانون پر ضد د هند په ختيځ کې د لویديځ بنګال ایالت مشرې (اعلی... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر وايي، امریکا د جګړې د مخنیوي په خاطر سلیماني وواژه، د جګړې د پیلولو په خاطر نه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان خاوره به د دې هېواد د هېڅ ګاونډي پر ضد نه کارول کېږي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.