د برتانیې په لندن کې یوې ناحکومتي ادارې د بې کوره خلکو د سپیو وړیا درملنه پیل کړې. د کوڅو د سپیو لپاره جوړه اداره وايي، د سپیو د بېلا بېلو ناروغیو علاج اړین دی. د دوی په خبره، زیاتره هوټلونه سپي دننه نه پرېږدي نو ځکه یې مالکان هم په کوڅو کې ویده کېږي. د اسوشي اېټډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
په کندوز ښار کې د لومړي ځل لپاره ټرافیکي څراغونه نصب شول.
د کندوز ښار په واټونو کې له څو لسیزو راهیسې ټرافیکي څراغونه نه وو او اوس چې په ښار کې د موټرو شمېر زیات شوی، د ټرافیکي اشارو نشتوالي د پلیو او موټرچلوونکو ستونزې لا زیاتې کړې وې.
د دې ولایت د ټرافیکو رئيس وايي چې د ټرافیکي څراغونو له نصب کېدو سره به د ښاریانو ستونزې تر یوه حده حل شي.
د نیمروز ولایت ګمرک به له دې وروسته ۲۴ ساعته پرانیستی وي.
د افغانستان د ګمرکونو رئيس احمد رشاد پوپل پرون نیمروز ته لاړ او د دغه ولایت د ګمرکي خدماتو د ۲۴ ساعته کولو د اعلان ترڅنګ یې د ګمرکي عوایدو د ډېرېدو او د ګمرکي خدماتو پر ښه کېدو یې د دغه ولایت د ګمرک له مسؤلانو سره خبرې وکړې.
ده د ایران د ګمرک له مسؤلانو هم وغوښتل چې خپل ګمرکي خدمات د افغانستان په شان ۲۴ ساعته کړي.
عمران خان ايران ته په خپل لومړي رسمي سفر کې له ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي، ولسمشر حسن
په سریلانکا کې نن یکشنبه په ګڼو چاودنو کې لږترلږه ١٠٠ تنه وژل شوي او تر ٤٠٠ ډېر نور ژوبل دي.
دا چاودنې د کلیساوو په شمول چې د مسیحیانو اختر پکې لمانځل کېده، په بېلابېلو ځایونو کې شوي دي.
درې چاودنې د پلازمېنې کولمبو د شمال د نیګومبو ښارګي په درېيو کلیساوو کې شوي دي، بله چاودنه د کولمبو د ختیځ په ۲۵۰ کیلومترۍ کې په باتیکالوا کې شوې ده.
پوليس وايي، درې نورې چاودنې په پنځه ستوريزو هوټلونو کې شوي دي.
د سريلانکا د ماليې وزير منګالا سمارا ويرا په ټوېټر ليکلي:
"داسې ښکاري چې دا حملې د وژنو، ټپي... Читать дальше...
د سوریې ولسمشر بشار الاسد پرون شنبه په دمشق کې له جګپوړو روسي چارواکو سره ولیدل.
د دواړو هېوادونو دولتي رسنیو وویل چې روسیې ته د سوریې د تارتوس بندر د اجارې ورکولو معامله نږدې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، بشار الاسد په تېرو دوو ورځو کې د سوریې لپاره د مسکو له ځانګړي استازي الکساندر لافرینتییف، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي فیرشینین، مرستیال صدراعظم یوري بوريس اوف او د دفاع وزارت له څو چارواکو سره کتلي دي.
چارواکي وايي چې په دې غونډو کې د سولې د خبرو د راتلونکي پړاو او د روسیې او دمشق ترمنځ پر دوه اړخیزې سوداګرۍ خبرې وشوې. Читать дальше...
د سعودي عربستان او ایران په ګډون د عراق د ګاونډیو هېوادونو د پارلمانونو رئیسانو له داعش یا اسلامي دولت ډلې څخه د بېرته نیول شویو سیمو د بیارغولو لپاره د بغداد د هڅو ملاتړ ته تیاری وښود.
د عراق حکومت له څلور کلنې خونړۍ جګړې وروسته پراخې سیمې له داعش څخه بېرته ونیولې.
په دې مناسبت پرون شنبه په بغداد کې د یوې غونډې د پای په اعلامیه کې ویل شوي چې د ګاونډیو هېوادونو د پارلمانونو رئیسان پر داعش له ستر بري وروسته په عراق کې د ثبات، ارامښت، ځمکنۍ بشپړتیا او ټولنیز پیوستون پر ملاتړ ټینګار کوي.
دا اعلامیه... Читать дальше...
واشنګټن ایګزامینر خپرونې افغانستان ته د امریکا د کانګرس د غړو د وروستي سفر په اړه یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، د افغانستان...
په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو په دې عقیده دی...
د غزني ولايت چارواکي وايي، په ګیلان ولسوالۍ کې ځيني وسله وال وژل شوي او څو تنه يې نيول شوي دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل:
"د ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور یې له وسلو او مهماتو سره یوځای نیول شوي دي."
ښاغلى نوري وايي، په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو ۲۲ عرادې بېلابېل ډوله نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، د بريد خبر مني، خو وايي چې امنيتي ځواکونو ملکيان وژلي دي.
د ترکيې د پوهنې وزارت يو چارواکى وايي، په افغانستان کې د افغان-ترک ټول ښوونځي د ترکيې د پوهنې وزارت چوکاټ ته انتقالېږي.
د ترکيې د پوهنې وزارت معين ريها ديني ميچ پرون په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، په دې اړه دوه مياشتې مخکې له افغان حکومت سره يو تفاهم شوى دى.
ده زیاته کړه:
"له افغان حکومت سره د تفاهم له مخې ١٢ افغان-ترک ښوونځي د ترکيې د پوهنې وزارت چوکاټ ته انتقالېږي، تر دې شېبې پورې ٧ ښوونځي انتقال شوي، پاتې ٥ ښوونځي به هم د پوهنې وزارت چوکاټ ته ولېږدول شي."
په افغانستان کې د افغان- ترک... Читать дальше...
د سولې ولسي حرکت وايي، په پام کې لري چې نن يکشنبه په هلمند کې د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون وکړي.
دغه حرکت پرون په ننګرهار، تر هغه مخکې په خوست او غزني کې دې ته ورته لاريونونه کړي دي.
د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل:
"د يکشنبې په ورځ په هلمند کې لاريون لرو، د لاريون پر مهال د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوو چې نور بايد ژر تر ژره اوربند اعلان شي، يوې سولې او روغې جوړې ته ورسېږو."
د سولې ولسي حرکت په لاريونو کې د حکومت له خوا د خالد پوځي عمليات او د طالبانو... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان نن په دوه ورځني رسمي سفر ايران ته ...
د ليبيا د پلازمېنې طرابلس په جنوبي سيمو کې پرون درنې جګړې پيل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې پر دغه ښار د ولکې ټينګولو لپاره د دوو اوونيو په جګړه کې د وژل شويو کسانو شمېر تر ٢٢٠ اوښتى دى.
ليبيا په ختيځ او لوېديځ کې د دوو سيالو حکومتونو ترمنځ وېشل شوې ده.
جګړه د قوماندان خليفه حفتر تر مشرۍ لاندې د ليبيا د ملي پوځ په نوم د ځواک او د هغو ملېشه وو ترمنځ روانه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا په رسميت پېژندل شوي او د ملي يووالي حکومت ته وفادار دي.
په طرابلس کې د ملي يووالي حکومت ته وفادارو ځواکونو ويلي... Читать дальше...
په افغانستان کې د ناټو يوه لوړرتبه چارواکي ويلي، افغانان سوله غواړي، خو ترورېستان دوى ته درد او ...
په سوريه کې فعالان او يوه څارونکې ډله وايي، د داعش او په القاعده پورې د تړلو وسله والو په جلا جلا حملو کې نږدې ٥٠ دولتي سرتېري او د هغوى متحد جنګيالي وژل شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې پرون وويل، په القاعده پورې د تړلې ډلې حيات تحرير الشام وسله والو پرون د حلب ښار په لوېديځ کې پر دولتي ځواکونو حمله وکړه.
د دې ادارې په خبره، په دې پېښه کې ٢١ سرتېري او د هغوى متحد جنګيالي ووژل شول.
که څه هم په دې سيمه کې په سپټمبر مياشت کې پر يوه لنډمهاله اوربند موافقه شوې ده، خو لا هم سخته ناامنه ګڼل کېږي. Читать дальше...
د قزاقستان په جنوب کې د يوه بس د ټکر په نتيجه کې لږترلږه ١١ کسان مړه او شااوخوا ٣٠ تنه نور ټپيان شول.
پېښه پر هغه لار شوې چې پناه غوښتونکي ورڅخه له منځنۍ اسيا روسيې ته د تګ لپاره ګټه اخلي.
د قزاقستان د کورنيو چارو وزارت پرون شنبه وويل چې پېښه پرون سهار د الماتې- تاشکند پر يوه لار شوې ده.
چارواکي وايي، د پېښې په قربانيانو کې قزاقان او ازبکان شامل دي.
د قزاقستان موقت ولسمشر قاسم ژومرت توکايف د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښوولې ده.
Спорт в России и мире
Москва
Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Полина Михайлова
Россиянка Полина Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Концентрация песка в городском воздухе возвращается к обычным значениям
Путин в России и мире
Москва
Поведение Путина вызвало резонанс, потерянные в 90–е заводы возвращаются РФ
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Филипп Киркоров
Киркоров оштрафован на 6 тыс. рублей за неуплату другого штрафа
Москва
Москвичам напомнили о бесплатной парковке в майские праздники
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net