د همالیه درېمه برخه واروې ویلېدونکې دي
د دې رپورټ ترمخه د نړیوالې تودوښې له وجې به د دنګو غرونو د څوکو واورې ویلې شي.د هندوکش غرونو له واورو اباسین، ګنګا او درېوو نورو لویو سیندونو ته اوبه بهېدلې دي.

د دې رپورټ ترمخه د نړیوالې تودوښې له وجې به د دنګو غرونو د څوکو واورې ویلې شي.د هندوکش غرونو له واورو اباسین، ګنګا او درېوو نورو لویو سیندونو ته اوبه بهېدلې دي.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې په سیمهییزه او نړیواله کچه د افغان سولې لپاره د هلو ځلو له زیاتوالي سره افغانستان سولې ته ...
د سالنګ لویه لاره له درېیو ورځو راپهدې خوا د سختو واورو او توپانونو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړلې ده. د سالنګونو د حفظ او مراقبت رئیس عبدالبصیر حبیبي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا لار د یکشنبې په ورځ د واورې د ښویېدو او ورښتونو له کبله وتړل شوه. ښاغلی حبیبي زیاتوي چې پهدې لاره کې د واورې ضخامت تر دوو مترو ډېر شوی دی او لا هم ورښت دوام لري. دی وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر همدې لارې ۴۰ ځایه واورې ښویېدلې دي چې دغه وضعیت د سالنګ لارې د پاکولو چارې ځنډولې دي. د ښاغلي حبیبي په خبره ښایي دا ورښتونه تر نن شپې پورې هم دوام وکړي. Читать дальше...
د کندز ولایت ځوانانو او قومي مشرانو له افغان ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ. د نوموړي ولایت سلګونه ځوانانو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې خپل ملاټر له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اعلان کړ او زیاتهیې کړه چې افغان ځواکونو په هر ډول شرایطو کې هڅې کړي چې خلکو ته ډاډمن امنیت تأمین کړي، څو خلک په یوه ارامه فضا کې خپل کار او بار پر مخ یوسي. د دوی د خبرو پر بنسټ، د افغان وسلهوال پوځ له ځوانانو تشکیل شوی او په اصل کې په ځوانانو اکمالېږي او دغهراز له ځوانانو یې وغوښتل چې د افغان ګډو ځواکونو د لاپیاوړتیا... Читать дальше...
ولسمشر ډونالد ټرمپ د کانګرس دواړو جرګو ته په خپله کلنۍ وينا کې له روسيې سره د منځواټنه اټمي وسلو د کنټرول له ...
د کندهار اوسېدونکي وایي پښتانه د کرښې په دواړو غاړو کې له لسيزو راهيسې له تاوتريخوالي سره مخ دي، خو څوکيې غږ نهاوري. دوي له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د پښتنو غږ دې واورېدل شي. وېډیو: محمد صادق رښتینی اېډېټ: ابراهیم صافی
په کلا سیف الله کې د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ د خپل ورور د وژنې پرضد احتجاجي مظاهرې ته په خپله وینا کې وویل، "اوس موږ خپل دښمن پېژندلی او ولس ته يې هم ښيو." په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي چې له دې وروسته به په کابل کې سره انګور هم تولید شي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د کابل په شپږو ولایتونو کې ۲۷۵ بڼوالو ته د تاکونو د جوړولو لپاره سمنټي ستنې وېشلې دي. د هغه په خبره، ډېر ژر به د سره انګورو تاکونه چې د لومړي ځل لپاره له ترکیې راواردېږي، ووېشل شي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې په یو جریب ځمکه کې د یو تاک انګور د جوړولو لپاره ۳۳۳ د سره انګورو نیالګي او ۱۲۰ سمنټي ستنې ووېشل شي.
نړیوال بانک د افغانستان له مالیې وزارت سره د ۳۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت تړون لاسلیک کړ. د مالیې وزیر محمد همایون قیومي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه پیسې به د اقتصادي پیاوړتیا، د خدمتونو وړاندې کولو او د اصلاحاتو د رامنځته کولو په برخه کې مصرف شي. نوموړي هیلهمندي وښوده چې دغه تړون به وکړای شي له فقر سره په مبارزې، کار موندنې او د خلکو د اقتصادي ستونزو په هواري کې ګټور تمام شي. دا پهداسې حال کې ده چې د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان له نیمایي زیات نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وايي، په افغانستان کې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپارهیې خبرې چټکې کړي. ښاغلي ټرمپ دا خبره د امریکا په وخت د فبرورۍ د پنځمې شپې په نهو بجو کانګرس ته په کلنۍ وینا کې وکړه. ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "ما په افغانستان کې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره خپلې خبرې چټکې کړي. مخالف لوری هم ډېر خوښ دی چې خبرې ورسره وشي." هغه وویل، که سوله وشي په افغانستان کې به خپل عسکر کم کړي. شااوخوا ۱۴ زره امریکايي عسکر په افغانستان کې خدمت کوي چې د ښاغلي ټرمپ په خبره نهستړې کېدونکې جګړهیې کړې ده.
په افغانستان کې زما اداره د طالبانو په ګډون له يو شمېر افغان ډلو سره تعميري مذاکرات کوي. په دغو مذاکراتو کې له پرمختګ سره سم به موږ د خپلو سرتيرو حضور کموو او پر ترهګرۍ ضد فعاليت به تمرکز کوو.
د ارزګان ولایت خلک وايي، داسې سوله نهغواړي چې اوسني نظام لهمنځه لاړ شي او یا هم مؤقت حکومت رامنځته ...
د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وايي، په افغانستان کې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره یې خبرې چټکې کړي.
د فبرورۍ په یوویشتمه نېټه به مسکو د اسرائیلو د صدراعظم او د روسیې د ولسمشر د غونډې کوربه وي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مسکو پر غونډه بې باوره دی، ځکه پهدې غونډه کې څوک د افغانستان د حکومت په استازولۍ...
په جرمني کې یو افغان کډوال د خپلې جرمنۍ ملګرې د وژلو په تور په عمري بند محکوم شو. د جرمني خبري اژانس وايي، د دې افغان په اړه د جرمني د فلنسبورګ ښار د محکمې لهخوا د سې شنبې په ورځ حکم صادر شو. د دې محکوم شوي افغان عمر او نوم نهدی اعلان شوی، خو په راپورونو کې ویل شوي چې دا یو افغان زلمی دی چا چې خپله ۱۷ کلنه جرمنۍ ملګرې، د چاقو په ۱۶ ګوازرونو وروسته له هغې ووژله چې نجلۍ له دې کډوال سره اړیکې پرې کړې. پېښه د تېرکال د مارچ د میاشتې په ۱۲مه نېټه شوې وه. تورن کس په قتل اعتراف نهدی کړی او ویلي یې دي چې د استېناف غوښتنه به وکړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې کړي دي. مولود چاوش اوغلو پر خپل ټویټر لیکلي چې د سې شنبې په ورځ یې په انقره کې له ښاغلي دوستم سره کتلي او د افغانانو په مشرۍ یې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ څرګند کړی. عبدالرشید دوستم په وروستیو کلونو کې ترکیې ته ډېر سفرونه کړي او د دې سفرونو علت یې ډېر صحي درملنه بلل شوې ده.
په تخار ولایت کې دوه ژورنالېستان د وسلهوالو کسانو لهخوا وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، شفیق اریا او رحیم الله چې عمرونه د شل کلنۍ په شاوخوا کې ګڼل شوي او د «همصدا» په نوم د یوې راډیو د خپرونو وړاندې کوونکي وو، د سې شنبې په ماښام په تالقان ښار کې د خپل کار په دفتر کې د وسلهوالو په ډزو وژل شوي دي. د «همصدا» د سیمهییزې راډیو مشرې سیمین حسیني ویلي، دوی نه پوهېږي چې په یو وخت د دې دوو خبریالانو د وژلو انګېزه څه وه. د تخار د والي ویاند جواد هجري ویلي، بریدګر وسلهوال د پېښې له ځایه تښتیدلي او پولیس یې په لټه او د پېښې په څېړنه بوخت دي. Читать дальше...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د سولې پر پروسې او د ولسمشرۍ پر انتخاباتو ټیلیفوني خبرې کړي دي. له ارګه یوه خپره شوې خبرپاڼه د پامپیو له خولې وايي، ابهامات عموماً اوازې رامنځته کوي، خو داسې اوازې د عملي کارونو ځای نهشي نیولی. د ارګ خبرپاڼې نهدي ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر هدف په کومه برخه کې ابهامات وو، ځکه په تېرو څو ورځو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د ترینګلتیا اوازې خپرې شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د سوداګرۍ کموالي تر ډېره پاکستان ته زیان رسولی دی.
د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ملت په وینا کې ټینګار وکړ چې له مکسیکو سره به دېوال جوړوي. ښاغلي ټرمپ چې د واشنګټن په وخت د شپې په نهو بجو په کانګرس کې ملت ته وینا پیل کړه او ویېویل چې دی به دېوال جوړوي، ځکه د ده په خبره د دېوال په جوړولو به د ناقانونه کډوالو او مخدره موادو د قاچاق مخه ونیول شي. د امریکا ولسمشر تر دې مسایلو ورهاخوا د امریکا اقتصادي پرمختګونه یاد کړل او ویېویل چې د ده په دوره کې څه باندې پنځه میلیونه نوې دندې ایجاد شوي. د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ ملت ته دا دوهمه وینا وه. Читать дальше...
د امریکا د عدلي او کورني امنیت وزارتونو پهدې هېواد کې د منځمهالو انتخاباتو په اړه خپله ارزونه خپره کړې او ویلې یې دي، هېڅ بهرني هېواد پهدې انتخاباتو کې چې درې میاشتې مخکې ترسره شول، لاسوهنه نهده کړې. دواړو وزارتونو د سې شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، تر اوسه یې هېڅ ډول شواهد نهدي ترلاسه کړي چې وښيې کوم بهرنی هېواد یا بهرنی استازی دې د انتخاباتو په نتیجه، امنیت او خوندیتوب کې ښکېل وي. د امریکا د دواړو مجلسونو لپاره منځمهاله انتخابات د نوومبر په میاشت کې ترسره شول. یو شمېر امریکايي... Читать дальше...
د اسرائیلو صدراعظم وايي، دوه اوونۍ وروسته به د روسیې له ولسمشر سره وګوري او ورسره به په سوریه کې د ایران د حضور پر مخنیوي خبرې وکړې. بنیامین نتانیاهو د سې شنبې په ورځ وویل، هېواد به یې د جولان په لوړو کې د ایران لهخوا د یوې جبهې د پرانیستلو د هر ډول هڅو مخه ونیسي. بنیامین نتانیاهو زیاته کړه: "له ولسمشر پوتین سره څو میاشتې مخکې په پاریس کې د خبرو او زموږ له ټیلیفوني تماسونو وروسته، زه به د فبرورۍ په ۲۱ مه نېټه روسیې ته ولاړ شم." اسرائیل په وروستیو کې په سوریه کې بریدونه زیات کړي او وايي، هدف یې دغلته د ایران د ګټو لهمنځه وړل دي. Читать дальше...
د روسیې د دفاع وزارت وايي، دا هېواد به تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې د توغندیو د دوو سیسټمونو د جوړولو لپاره هڅې زیاتې کړي. دا «د منځني واټن ویشتونکو اټمي وسلو» له تړونه د امریکا د وتلو پر وړاندې د روسیې یو عکسالعمل ګڼل شوی دی. دا تړون په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د سړې جګړې پر مهال د پخواني شوروي او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی و او په اروپا کې یې د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د پراختیا مخه نیوله. د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د سې شنبې په ورځ وویل، هېواد به یې په راتلونکو دوو کلونو کې د توغندیو دوه ډوله... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د ایران حکومت افراطي رژیم وباله او ویېویل چې تهران به هېڅکله اټمي وسلې ترلاسه نهکړي. ښاغلي ټرمپ دا خبره ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې وکړه چې د واشنګټن په وخت د فبروري د پنځمې په شپې په نهو بجو له کانګرسه خپرېده. هغه له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه د امریکا د ایستلو په باب د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویېویل د دې د یقیني کولو لپاره چې، "دا مفسد دیکتاتور «حکومت» هېڅکله اټمي وسلې پيدا نهکړي ما د ایران له اټمي تړونه امریکا وایستله." ټرمپ... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.