د امریکا د منځمهالو انتخاباتو په اړه یوه ارزونه خپره شوه
دواړو وزارتونو د سې شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، تر اوسه یې هېڅ ډول شواهد نهدي ترلاسه کړي چې وښيې کوم بهرنی هېواد یا بهرنی استازی دې د انتخاباتو په نتیجه، امنیت او خوندیتوب کې ښکېل وي.
د امریکا د دواړو مجلسونو لپاره منځمهاله انتخابات د نوومبر په میاشت کې ترسره شول.
یو شمېر امریکايي چارواکو تر دې مخکې پهدې انتخاباتو کې د بهرنۍ مداخلې په اړه خبرداری ورکړی و او یو روسي وګړی، د څارنوالانو لهخوا د امریکا پهدې انتخاباتو کې په لاسوهنه تورن شوی و.
سره له دې چې د امریکا د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو په انتخاباتو کې بیا-بیا روسیې ته د لاسوهنې ګوته نیول شوې، خو مسکو پهدې اړه هر ډول تورونه رد کړي دي.
