په کابل کې به سره انګور هم تولید شي
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د کابل په شپږو ولایتونو کې ۲۷۵ بڼوالو ته د تاکونو د جوړولو لپاره سمنټي ستنې وېشلې دي.
د هغه په خبره، ډېر ژر به د سره انګورو تاکونه چې د لومړي ځل لپاره له ترکیې راواردېږي، ووېشل شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې په یو جریب ځمکه کې د یو تاک انګور د جوړولو لپاره ۳۳۳ د سره انګورو نیالګي او ۱۲۰ سمنټي ستنې ووېشل شي.
