روسیه: د توغندیو د سیسټمونو جوړولو لپاره هڅې زیاتوو
دا «د منځني واټن ویشتونکو اټمي وسلو» له تړونه د امریکا د وتلو پر وړاندې د روسیې یو عکسالعمل ګڼل شوی دی.
دا تړون په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د سړې جګړې پر مهال د پخواني شوروي او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی و او په اروپا کې یې د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د پراختیا مخه نیوله.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د سې شنبې په ورځ وویل، هېواد به یې په راتلونکو دوو کلونو کې د توغندیو دوه ډوله سیسټمونو ته پراختیا ورکړي او همدارنګه د ۵۰۰ کیلومترو واټن ویشتونکی یو توغندی به هم جوړ کړي.
د شویګو په وینا، دا توغندۍ به د منځني واټن ویشتونکو اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي له تړون بهر تولید شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ د میاشتې په لومړۍ نېټه وویل، هېواد یې «د منځني واټن ویشتونکو اټمي وسلو» له تړونه د وتلو پروسه پیل کړې چې په شپږ میاشتو کې به بشپړه شي.
