د سالنګ لویه لاره د واورو او توپانونو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړلې
د سالنګونو د حفظ او مراقبت رئیس عبدالبصیر حبیبي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا لار د یکشنبې په ورځ د واورې د ښویېدو او ورښتونو له کبله وتړل شوه.
ښاغلی حبیبي زیاتوي چې پهدې لاره کې د واورې ضخامت تر دوو مترو ډېر شوی دی او لا هم ورښت دوام لري.
دی وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر همدې لارې ۴۰ ځایه واورې ښویېدلې دي چې دغه وضعیت د سالنګ لارې د پاکولو چارې ځنډولې دي.
د ښاغلي حبیبي په خبره ښایي دا ورښتونه تر نن شپې پورې هم دوام وکړي.
سالنګ د افغانستان په شمال کې یوه له مهمو ټرانزیتي لارو ده چې ۹ شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي.
دغه لار تقریباً هر کال له ورته ستونزې سره مخامخ وي او د ټرافیکو پر مخ تړل کېږي.
