ټرمپ: په افغانستان کې سیاسي حل ته د رسېدو لپاره خبرې چټکې شوي
ښاغلي ټرمپ دا خبره د امریکا په وخت د فبرورۍ د پنځمې شپې په نهو بجو کانګرس ته په کلنۍ وینا کې وکړه.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:
"ما په افغانستان کې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره خپلې خبرې چټکې کړي. مخالف لوری هم ډېر خوښ دی چې خبرې ورسره وشي."
هغه وویل، که سوله وشي په افغانستان کې به خپل عسکر کم کړي.
شااوخوا ۱۴ زره امریکايي عسکر په افغانستان کې خدمت کوي چې د ښاغلي ټرمپ په خبره نهستړې کېدونکې جګړهیې کړې ده.
