"IPL": نن راجستان رایلز او ډیلي کپيټلز لوبډلې سره مخ کېږي
د هندوستان د کرکټ په غورهلیګ سیالیو یا د «ای.پي.اېل» په ۴۰مه لوبه کې به نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۲» راجستان رایلز او ډیلي کپيټلز لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.
ډیلي لوبډلې په روانو لوبو کې تردې دمه ۶ لوبې ګټلي، خو راجستان بیا د درېیو لوبو په ګټلو سره تر نورو لوبډلو وروسته، خو تر رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې وړاندې ده.
د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبه کې بیا سنرایزر حیدراباد کلکته نایټ رایډرز لوبډلې او رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې چنای سوپر کېنګ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
که څه هم چنای لوبډله د دې سیالۍ په بایللو سره لا د سیالیو د جدول په سر کې ځای لري، خو حیدراباد لوبډله بیا پهدې بریا سره له پنجاب لوبډلې وړاندې شوه او د جدول څلورم ځای يې خپل کړ.
تردې دمه چنايي لومړی، ممبي دوهم، ډیلي درېیم او حیدراباد لوبډله څلورم مقام لري.