جوزجان کې د یوې کورنۍ ۴ غړي په ډزو وژل شوي
د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۴ تنه غړي د ډزو په نتیجه کې وژل شوي دي.
د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه نن سهار اته بجې شوې ده.
د جوزجان پولیس وايي د دې کورنۍ غړو هلته د یوې فابریکې له ساتونکي سره لفظي شخړه کړې ده چې وروسته ډزې شوې دي.
د دوی په وینا د پېښې عامل له یو میل وسلې سره نیول شوی او د قضیې په اړه ورڅخه تحقیقات روان دي.