سیلانیانو ته د ایفل برج د لیدو اجازه ورکړل شوه
د فرانسې حکومت له تقریباً درې میاشتو راهیسې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د سیلانیانو پر ورتګ بندیز لګولی و.
سیلانیانو ته اجازه ورکړل شوې چې د ایفل برج د لیدو لپاره سیمې ته ورشي، خو اجازه نهلري چې به لفت کې د برج سر ته وخېژي، خلک مجبور دي چې په زینو پورته شي.
فرانسوي چارواکو دا کار د دې لپاره کړی چې د خلکو د ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي او هغه فاصله چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره مهمه ده، وساتل شي.
