افغانستان کې د ۵۷ پراختیايي پروژو قراردادونه لاسلیکېږي
د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې پروژو ټول قیمت ۴۱۳ میلیونه افغانۍ دی.
په خپره شوې خپرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دغه پرختیايي پروژې په ۱۷ ولایتونو بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، غزني، کابل، کندهار، خوست، کونړ، کندز، لوګر، پکتیا، پنجشېر، پروان، سمنګان، سرپل او تخار کې تطبیقېږي.
د خبرپاڼې له مخې په ۵۷ پروژو کې ۸ د اوبو کانالونه، ۱۷ محافظتي دېوالونه، ۴ د پلونو جوړول او ۱ پروژهیې هم د اوبو سلور جوړول پهکې شامل دي.
د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې د دې پروژو په پلي کېدو سره به شااوخوا ۱۳۲ زره کسان په کلیو او بانډو کې مسقیمه ګټه واخلي.
