لندن کې د چړې په واسطه برید کې ۳ کسان وژل شوي
د بي بي سي او سکای نیوز په حواله، پولیسو دا پېښه د ټروریزم اړونده بللې ده او د دې پېښې انګېزه لا معلومه نهده.
پولیس وايي، دوی د پېښې په ځای کې یو سړی نیولی دی.
دوی په پېښه کې د چا مړینه تآیید کړې نهده خو ټلګراف ورځپاڼې، بي بي سي او سکای نیوز ویلي په پېښه کې ۳ کسان وژل شوي دي.
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن ویلي، په دې ډاروونکې پېښه کې د اغېزمنو شویو کسانو په سوچ کې دی.
