افغان چارواکي: ډېر ژر ټولې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې بیا پیلېږي
د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره وايي چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه به په افغانستان کې ټول کورني او بهرني الوتنې پیل شي.
د دې ادارې ویاند نعیم صالحې نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو کې کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره بشپړ تیاری نیول شوی دی.
نوموړي وویل چې په دې د حکومت پرېکړې ته منتظر دي تر څو الوتنې ژر پیل شي.
دغه اداره وايي چې د کرونا ویروس د لا خپرېدود مخنیوي په هدف د الوتنو د ځنډېدو له امله يې تر دې دمه ۲ میلیارده افغانۍ مالي زیان لیدلی دی.