پکتیا چارواکي: احمد ابا کې ۱۱ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې
د پکتیا چارواکي په احمد ابا ولسوالۍ کې ۱۱ وسلهوالو طالبانو ته د مرګژوبلې د اوښتو خبر ورکړ.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۵ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شول.
د ښاغلي حسرت په خبره په دې برید کې افغان ځواکونو ته زیان نهدی رسېدلی.
نوموړی زیاتوي چې په یاده نښته کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.
افغان چارواکي وایي، د فبرورۍ له ۲۹ نېټې څخه چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې راوستو تړون لاسلیک شوی، پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.