پولنډ له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره پولې پرانیستې
د پولنډ حکومت نن، د جون ۱۳مه، له ټولو ګاونډیو اروپايي هېوادونو سره خپلې پولې پرانیستې دي.
د پولند سرحدونه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تقریباً درې میاشتې تړلي وو.
له لیتوانیا سره سرحدي کنټرول پرون لا نرم شوی و او له جرمني، چک جمهوریت او سلواکیا سره د شپې په دولس بجو د سفر ازادي شوه.
له هغو هېوادونو سره چې د اروپايي اتحادیې غړي نه دي، پولنډ ته د سفر شرایط هم یو څه اسان شوي خو له اوکراین، بیلاروس او روسیې سره سرحدي کنټرول لا هم پرځاي دی.
له پولنډه هغو هېوادونو ته چې د اروپايي اتحادیې غړیتوب نه لري، د رېل ګاډي لارې بندې دي.
د روسیې، بیلاروس او اوکراین خلک کولای شي چې پولند ته سفر وکړي خو په دې شرط چې له پولنډي وګړي سره یې واده کړی وي، په پولنډ کې د کار رسمي اجازه یا هلته اولاد ولري.