حسن روحاني ایرانیانو ته خبرداری ورکړ
د ایران ولسمشر حسن روحاني نن، د جون ۱۳مه، خپلو خلکو ته وویل چې که د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا اصول مراعت نه کړي، بندیزونه به له سره ولګول شي.
په ایران کې د اپرېل د میاشتې په نیمايي کې بندیزونه نرم شول خو په وروستیو کې هره ورځ د کرونا ویروس نوې مثبتې پېښې زیاتېږي.
روحاني په نننۍ ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د مې میاشتې په نیمايي کې د عامې روغتیا لپاره د اعلان شوو شرایطو اتیا فیصده مراعت کېده خو اوس یوازې شل فیصده پلې کېږي.
هغه وویل چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو یو اساسي دلیل دا دی چې خلک هغو سیمو ته چې ویروس کم وو ولاړل او ویروس یې وروړی دی.
په ایران کې نن هم ۲۴۱۰ نوې پېښې ثبت شوې او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۱ تنه مړه شوي دي.