د قرغزستان ولسمشر د توکمیز تشدد د قربانیانو په مراسمو کې ګډون وکړ
د قرغزستان ولسمشر، سورنبای جینبکف نن چهارشنبه د دې هېواد جنوبي ښار اوش ته ولاړ او د هغو خونړیو نښتو د ۱۰م کال د پوره کېدو په مراسمو کې یې ګډون وکړ چې د توکمیز تشدد پر اساس پېښې شوې وې او سلهاوو کسان پهکې وژل شوي وو.
جينبکف د قرغزانو او ازبکانو ترمنځ د خونړیو نښتو د قربانیانو په یاد جوړ شوي څلي ته چې د (میندو اوښکې) بلل کېږي، د ګلانو ګېډۍ وروړه او د دعا په خاصو مراسمو کې یې ګډون وکړ چې د هغو نښتو د قربانیانو د کورنیو غړي او عزیزان هم ورغلي وو.
کله چې کورمانبېک باکیف د قرغزستان له جمهوري ریاسته لیرې شو، په اوش کې تقریباً دوه میاشتې د ازبکانو او قرغزانو ترمنځ نښتې روانې وې او حتی د کورنۍ جګړې د پېښېدو ګواښیې پيدا کړی وو.
په دې نښتو کې تر ۴۰۰ زیات وګړي چې اکثر ازبکان وو، ووژل شوو، کورونو تهیې اورونه واچول شوو او شتمنۍ یې لوټ شوې.