هلمند کې په ۵ زره او ۲۹۹ هکټاره ځمکه کې ممپلي کرل شوي
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس وایي چې روان کال په دغه ولایت کې په پنځه زره او ۲۹۹ هکټاره ځمکه کې ممپلي کرل شوي.
زلمی الکو وايي، هر هکټار ۴،۵ مټریک ټنه حاصل ورکوي چې له کورني بازار سربېره په نړویوالو بازارونو کې هم مناسبه بیه لري.
ښاغلی الکو وايي: "د هلمند خاوره اوبه او هوا د ممپلیو کرکېلې، پالنې او روزنې ته مناسبه ده، په همدې موخه د دې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د ممپلیو کرکېله زیاته شوې ده."
ښاغلی الکو زیاتوي چې هڅه کوي په دې ولایت کې د ممپلیو کرکېله دود کړي چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.
روغتیا پالان وايي چې ممپلي د سرطان په مخنیوي کې ګټور خواړه دي، دغهشان د هډوکو ځواکمنولو لپاره غوره مېوه ده.