ملي امنیت عمومي ریاست ننګرهار کې د وسلو یوه لویه ډیپو نیولې
د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وایي په ننګرهار کې یې د وسلو یوه لویه ډیپو نیولې ده.
د دغه ریاست په اعلامیه کې نن راغلي چې د ملي امنیت خاصو ځواکونو په بټي کوټ ولسوالۍ کې عملیات کړي او د طالبانو د یوه وژل شوي قوماندان عبدالفتاح مشهور په پتنګ پورې اړوند یوه ډيپو یې نیولې.
د اعلامیې له مخې په نیول شویو مهماتو کې یوه ډرون یا بېپیلوټه الوتکه، یو شمېر سپکې او درنې وسلې او هاوانونه دي.
ملي امنیت زیاته کړې چې د ډيپو دوه طالب ساتونکي یې ژوندي نیولي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نهده کړې.