شمالي کوریا له سویلي کوریا سره د اړیکو چینلونه بندوي
شمالي کوریا وايي چې له سویلي کوریا سره د اړیکو چینلونه به له مخې بند کړي.
د کوریا مرکزي خبري آژانس نن سه شنبې راپور ورکړ چې پیونګ یانګ غواړي د سویلي کوریا او شمالي کوریا د چارواکو ترمنځ د اړیکو ټولې کرښې بندې کړي.
پیونګ یانګ ګواښ کړی چې که سیول د شمالي کوریا قلمرو ته د تبلیغاتي پاڼو او نورو موادو له استولو ډډه ونه کړي نو ټول اړیکې به ورسره بندې کړي.
سیول د شمالي کوریا د تازه ګواښ په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.