اروپايي ټولنې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالو په دوام خواشينې ښودلې
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي په دوام خواشیني ښودلې.
هغه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو کمېسیون غونډې ته په وینا کې د افغانستان اړوند مسایل هم یاد کړل چې یو یې د تاوتریخوالي او بریدونو دوام و.
هغه زیاته کړه: "په خواشیني سره چې د طالبانو له خوا تاوتریخوالی دوام لري، د تاوتریخوالي د کمولو لپاره تر بل هر وخت ډېره سخته اړتیا شته، افغانستان او خلک یي دایمي اوربند ته اړتیا لري."
هغه زیاته کړه چې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې راتلونکې مرستې او همکارۍ په دې تړلي دي چې له دغه هېواد سره د مرستو د تجدید تر غونډې پورې چې تمه ده نومبر میاشت په جینیوا کې وشي ښکېلې خواوې څومره د تاوتریخوالي کمولو او د ښځو او ماشومانو په برخه کې د شته لاسته راوړنو خوندي کولو ته ژمن پاتې کېږي.