چارواکي: د اختر په مناسبت برقراره شوې ارامه وضعه دوام لري
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، له ځینو سیمو د نا امنیو له راپورونو سره سره د اختر په مناسبت برقراره شوې ارامه وضعه لا هم دوام لري.
دا خبره د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن په خپله ټوېټر پاڼه لیکلې ده.
جاوید فیصل ویلي اوربند یو پېچلی عملیاتي مسئولیت دی چې د پېښو د مخنیوي په خاطر ډېرو مثمرو او مداومو همغږیو ته اړتیا لري او دا هڅې به روانې وي.
طالبانو د اختر په مناسبت دری ورځنی اوربند اعلان کړی و او افغان ولسمشر اشرف غني هم د طالبانو د دغه اقدام په غبرګون د اوربند د اعلان تر څنګ د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصولو امر وکړ.