د پخې ډوډۍ د وېش پروسه ودرېده
په کابل او ولایتونو کې د حکومت د پخې ډوډۍ وېش پروسه چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وه، ودرېده.د ولسمشر لومړي مرستيال د مطبوعاتو او عامه اړيکو مشر رضوان مراد وایي چې حکومت غواړي د خوراکي توکو یوه بله لړۍ پیل کړي.بلخوا یو شمېر کارګر پر حکومت نیوکه کوي چې قرنطین غځوي، خو د دوی اولادونه له لوږې مري.
