محمد باقر قالیباف د ایران پارلمان مشر وټاکل شو
قالیباف چې د فبرورۍ پارلماني انتخاباتو کې یې تر ټولو ډېرې رایې له پلازمېنې تهران څخه ترلاسه کړې وې، یو وخت د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو د قوماندان په توګه هم پاتې شوی دی.
د ایران د پارلمان موقت مشر رضا تقوي نن د ښاغلي قالیباف ټاکنه داسې اعلان کړه: "محمد باقر قالیباف د ۲۳۰ رایو په اخیستلو سره د یوه کال لپاره د پارلمان د مشر په توګه وټاکل شو."
ویل کېږي نوموړی له دې کبله چې د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي ته ډېر وفادار دی، نو دې ته لار پرانیستل شوه چې د پارلمان مشر شي.
