د مسکو یوې محکمې یو مخکښ ژورنالیست په بند محکوم کړی
د مسکو یوې محکمې یو مخکښ ژورنالیست په ۱۵ ورځې بند محکوم کړ.
له بلې خوا پولیسو یو شمېر هغه کسان نېولي چې د دې ژورنالیست په ملاتړ یې اعتراض کړی و.
محکمې ۳۵ کلن سیمه ییز استازی او د نووایا ګزیته ژورنالیست د اعتراضونو په اړه د روسیې له سخت قانون څخه په مکرر سرغړاوي مجرم وباله.
د او وي ډي-انفو په نوم د یوې خپلواکې ویبپاڼې د معلوماتو پر بنسټ چې د سیاسي اعتراضونه پر مهال نیونې څاري، ۶ هغه ژورنالیستان هم نیول شوي چې د ازر سره د یو والي د ښودلو په خاطر د پولیسو د مرکزي دفتر مخې ته راټول شوي وو.
ازر د سه شنبې په ورځ د ویلادیمیر ورونڅوف څخه د ملاتړ په خاطر د یو کسیز اعتراض پر مهال نیول شوی و.
ورونڅوف د روسیې د قانون پلي کونکو ادارو د سرغړاویو د افشا هڅه کوله.
نوموړی چې د پولیسو پخوانی افسر دی، د مې د میاشتې لومړیو کې د باج اخیستلو په تور ونیول شو او وروسته پرې نور تورونه هم ولګول شول.
نوموړې پر ده لګیدلي تورونه رد کړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د ازر نیونه د منتقدانو د غلي کولو یوه بزدلانه هڅه بللې ده.