ټرمپ: له افغانستانه سرتېري باسم، خو وضعیتیې له نږدې څارم
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر تر پرونیو څرګندونو وروسته په یوه تازه ټویټ کې یو ځل بیا ویلي چې ځواکونهیې له افغانستان څخه باسي، خو نوموړی زیاتوي وضعیت به له نږدې څاري او که اړتیا پېښه شوه د تندر په څېر به برید وکړي چې ساری یې نهدی لیدل شوی.
ډونالد ټرمپ په تازه ټویټ کې بیا هم اشاره کړې چې په ا فغانستان کې امریکایي سرتېري د پولیسۍ رول پر مخ وړي. دی وایي تر ۱۹ کلونو وروسته اوسیې وخت دی چې افغانان په خلپه د خپل هېواد د پولیسو دنده پر مخ یوسي.
د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ هم په سپینې ماڼۍ کې د یوه خبریال د پوښتني په ځواب کې ویلي وو چې له افغانستانه د امریکایې ځواکونو د را ایستلو لپارهیې مشخصه نېټه نهده ټاکلې، خو هر څومره ژر چې مناسب وي دا کار کېږي.
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹مې موافقې له مخې ټول امریکايي او بهرني ځواکونه به د طالبانو د امنیتي ژمنو په بدل کې په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.
داسې ګمان کېږي چې ولسمشر ټرمپ به د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول په نومبر میاشت کې تر ولسمشرۍ ټاکنو مخکې په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې ډېره منعکسه کړي.