نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له ۵ میلیونو واوښت
دا شمېر د نن دی او لا مخ پورته روان دی.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د نننیو شمېرو له مخې له څه باندې پنځه میلیونو کسانو چې په کرونا ویروس اخته دي څه باندې دوه میلیونه بېرته ښه شوي هم دي.
د هغو چې بیا د دې ویروس له امله مړه شوي شمېر نږدې درې لکه او ۳۰ زرو ته رسېږي.
امریکا په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته او مړو ډېر لوړ شمېر لري.
هلته څه باندې یو نیم میلیون کسان کرونا نیولي او له ډلې یې ۹۳ زره تنه مړه شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د دوهمې څپې د راتلو ګواښ هم کړی که چېرته د دغه سازمان په خبره د نړۍ بېلابېل هېوادونه د محدودیتونو په کمولو کې په چټکۍ او بېکنټروله ګامونه پورته کړي.
دا سازمان خلکو ته سپارښتنه کوي چې ټولنیز واټن رعایت، طبي سپارښتنې چې د ماسکونو کارول، د لاسونو وینځل او د قرنطین رعایت دی، ومني.
