شاهین قول اردو: جوزجان کې هوایي بریدونو ۲۱ وسلهوال طالبان وژلي
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي رسنیو ته ویلي، دغه دوه جلا جلا هوایي بریدونه تېره شپه جوزجان ولایت کې ترسره شوي.
هغه وویل: "تېره شپه د جوزجان د منګجیک ولسوالۍ په دوو ساحو کې پر طالبانو هوایي ګزارونه وشول، یو برید ۱۱ بجې او بل ۱۱:۴۰ دقیقې، دواړو بریدونو کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي."
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
