ترکمنستان ۵۸ افغان بندیان خوشې کړل
افغان چارواکي وایي، یو شمېر افغان خوشې شوي بندیان له ترکمنستان څخه د آقینې بندر له لارې افغان دولت ته وسپارل شول.
د جوزجان د والي مرستیال عبدالقادر مالیه د افغان دولت په استازیتوب د آقیني بندر ته ورغلی و.
نوموړي له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ۵۸ بندیان چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو دي، نن تر غرمي وروسته هېواد ته ستانه شول.
هغه زیاته کړه: "ما ته د دولت په استازیتوب ۵۸ تنه افغانان چې د ترکمنستان په محبس کې بندیان وو، په آقینې بندر کې تسلیم کړای شول."
د نوموړي په خبره دا بندیان د جوزجان، فاریاب، بلخ، بغلان او غور ولایتونو دي.
د راپورونو له مخې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د کوچني اختر په مناسبت ۱۴۰۲ تنه بندیانو ته چې ۱۲۰۰ یې کورني او ۲۰۰ یې بهرنیان دي، د حبس موده وبخښله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي و چې ترکمنستان به د مې ۱۸ چې نن ده، ۱۲۶ تنه افغان بندیان په آقینې او تورغنډۍ بندرونو کې افغان دولت ته وسپاري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکمنستان د دې اقدام ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو پر لا پیاوړو اړیکو یې ټینګارکړی دی.
دا نه دې ویل شوي چې دغه افغانان په کومو جرمونو په ترکمنستان کې بندیان وو.