خوست کې ماین چاودنې یو ملکي کس وژلی او ۱۰ تنه ټپیان دي
په خوست کې پرون یوه ماین چاودنه شوې چې پهکې یو ملکي کس وژل شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.
د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي.
ښاغلی حیدر زیاتوي: "یکشنبه مازیګر د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د وسلهوالو مخالفینو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې ده. یو ملکي کس وژل شوی. اته ټپيان دي او دوه پولیس هم ژوبل دي."
د ده په وینا د چاودنې ټپیان ټول روغتونونو ته انتقال شوي دي.
چا تر اوسه د دې ماین چاودنې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
په خوست کې دا څو وروستۍ ورځې د نا امنیو پېښې زیاتې شوي. کابو ۱۰ ورځې مخکې د خوست امنیه قوماندان جنرال سید احمد بابازی په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې وواژه.