بغلان او نورستان کې د سلګونه کرنیزو پروژو چارې پیل شوې
په بغلان او نورستان کې د ۴۴۴ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروګرام د یاد وزارت لهخوا په یادو دوو ولایتونو کې ۲۱۱ میلیونه او ۲۹۲ زره او ۴۵۲ افغانیو په لګښت پلی کېږي.
د کرنې وزارت په بغلان ولایت کې د دې پروګرام په لړ کې، د پیازو او کچالو ۲۰۰ زېرمتونونه، د مېوې د ساتنې لپاره پنځه صفر انرژۍ سړې خونې جوړوي.
همدارنګه د دې پرګرام په اساس د سبو او مېوو وچوونکې دستګاوې چې په لمریزه انرژۍ کار کوي، د بغلان پر یو شمېر بزګرانو او بڼوالو وېشل کېږي.
له بلې خوا د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس عبدالوهاب نسیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دې پروګرام له لارې د نورستان بزګرانو لپاره د اته میلیونه او ۶۱۷ زره او ۱۸۲ افغانیو په لګښت د کچالو ۱۴ زېرمتونونه جوړېږي چې د ۲۲۰ مټریک ټنه کچالو د ساتنې وړتیا لري.
د نورستان د کرنې رئیس وویل چې د زېرمتونونو په جوړېدو سره به د دې ولایت کرنیز محصولات د خوسا کېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي.
د کرنې وزارت وایي دا به د کروندګرو له اقتصاد سره د پام وړ مرسته وکړي.