'خوست کې بمي چاودنو کې ۵ کسان ټپیان کړي'
د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکتر حبیب شاه انصاري آزادي راډیو ته وویل، چاونه د عامې روغتیا ریاست د مرستیال ډاکتر ګل محمدالدین محمدي پر موټر شوې، چې په اوله چاودنه کې نوموړی او یو ساتونکی يې ټپیان شول.
ده زیاته کړه، کله چې د چاودنې سیمې ته پولیس ورسېدل، دویمه چاودنه هم وشوه، چې په هغه کې بیا ۳ پولیس ټپیان شول.
د عامې روغتیا رئیس وویل، په ټپیانو کې یوازې د یوه سرتېري روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
