چارواکي: د بلخ د پنبې دانې او نباتي غوړیو شرکت خپل فعالیتونه بیا پیل کړل
د بلخ ولایت د پنبې دانې او نباتي غوړیو شرکت خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.
د افغانستان د مالیي وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې یاده فابریکه پرون د جمعې په ورځ د یاد وزارت سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د ازبکستان جمهوریت سفیر ښاغلي یادګار او یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې یو ځل بیا پرانیستل شوه.
د ښاغلي مسجدي په وینا د بلخ ولایت پنبې دانې او نباتي غوړیو شرکت یوه تاریخي فابریکه ده، چې فعالیت یې د تاریخي مثبت ذهنیت جوړولو ترڅنګ د کرنیزو تولیداتو د ودې او کارموندنې لامل ګرځي.
ښاغلي مسجدي وویل اوسمهال په یاده فابریکه کې یوازې شل تنه کار کوي خو له فابریکې بهر یې سلګونه بزګرانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړه: "دا شرکت یې پرانیست، دغه شرکت څلویښت کاله وړاندې فعالیت کاوه چې له پنبې او د پنبې له دانو به یې نباتي غوړي جوړول، اوس یې ظرفیت دومره دی چې هره ورځ له ۸ څخه تر ۱۰ ټنو غوړي تولید کړي."
د مالیي وزارت وايي، د وخت په تېرېدو او د دې فابریکې غوړیو ته تر بازار موندنې وورسته به د تولیداتو ظرفیت له ۱۰۰ څخه نیولې تر ۱۵۰ ټنو غوړیو پورې ورسېږي.