ایران ښايي د ملخانو برید د مخنیوي لپاره له پوځي ځواک مرسته وغواړي
ایران ښایي د دې هېواد په سویل کې د ملخانو د یرغل د مخنیوي لپاره له پوځي قواوو مرسته وغواړي، ځکه د غه موج په یاده سیمه کې د بزګرو حاصلات له خطر سره مخامخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ایران اوسمهال د کرونا ویروس او په عین حال کې د امریکا د بندیزونو له کبله له اقتصادي ستونزو سره لا له وړاندې لاس او ګریوان دی.
د ایران د کرنې وزارت یوه ویاند محمد رضا میر ویلي چې د دې هېواد پوځ له ملخانو سره د مبارزې په برخه مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.
د ملخانو سیل په افریقایي او هم عرب شبه جزیره کې تېره اوونۍ د خلکو حاصلات له منځه وړي او د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې په وینا د پاکستان او هند سرحدي سیمي هم له ګواښ سره مخامخ دي.