د خوست خلبسیات ولسوالۍ کې چاودنه شوې
د خوست ولایت د خلبسیات ولسوالۍ په بازار کې چاودنه شوې ده.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه نن سه شنبه له غرمې مخکې شوې چې پهکې یو ولسي وګړی وژل شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
عادل حیدر زیاته کړه، د پولیسو لهخوا د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.