روسیه: تېر ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس ۱۱۰۰۰ کسان اخته شوي
روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د ۱۱۰۰۰ کسانو د اخته کېدو راپور ورکړی.
په دې سره هلته په کرونا د ټولو اخته خلکو شمېر ۲۳۲ زرو ته رسېدلی چې تر امریکا وروسته دا په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته خلکو دویم لوړ شمېر دی.
په روسیه کې تر اوسه ۲۲۱۶ کسان د کرونا له لاسه مړه شوي خو لویدیځ چارواکي په دغو شمېرو شک څرګندوي او وايي ښايي روسي چارواکي د مړو دقیق ارقام نه خپروي.
په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر نږدې ۴ میلیون او دوه لکو کسانو ته رسېدلی چې له ډلې یې څه باندې ۲۵۶ کسان مړه شوي او شاوخوا یو نیم میلیون بېرته ښه شوي.