اېبيسي: افغانستان کې د کرونا ګواښ ممکن د تېرو ۱۸ کلونو له تاوتریخوالي مرګونی وي
په مقاله کې راغلي، د افغانستان جګړه کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یو لک او ۱۰ زره افغانان وژل شوي، خو روغتیایي کارکوونکو دغې خپرونې ته ویلي، د افغانستان کمزوري روغتیایي وضعیت او د خلکو نهپوهاوي ته په کتو، ممکن د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ افغانستان ته له جګړې هم درنه پریوځي.