اتمر له سعودي غوښتي په افغانستان کې د اوربند لپاره هڅه وکړي
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه چې نن خپره شوه وایي، محمد حنیف اتمر او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان دغهراز په دوه اړخیزو اړیکو او له افغانستان سره د سعودي په همکاریو خبرې کړې دي.
په دې ټیلیفوني خبرو کې فیصل بن فرحان ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به د سعودي مرستې او همکارۍ دوام پیدا کړي.
کله چې ملګرو ملتونو د کرونا وبا له کبله په نړۍ کې د اوربند غږ وکړ، نو په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف جګړه و دروله.
ملګرو ملتونو ویلي، یمن کې د حوثي سخت دریځو په ګډون ۱۴ مخالفو ډلو هم د دوی دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی او جګړهیې درولې ده.
