بلاروس ولسمشریزې ټاکنې اګسټ میاشت کې ترسره کوي
د کرونا ویروس له خپرېدو سره سره بلاروس وایي، د راتلونکې اګسټ میاشت په نهمه نېټه ولسمشریزې ټاکنې ترسره کوي.
د دغو ټاکنو نېټه نن جمعه د بلاروس د پارلمان لهخوا تأیید شوه.
له ۱۹۹۴ کال راهیسې الکساندر لوکاشینکا د بلاروس ولسمشر دی، هغه ویلي د شپږم ځل لپاره هم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماندوي.
بلاروس په ۲۰۰۴ کال کې د یوې ټولپوښتنې له لارې د ولسمشرۍ دورې محدودیت لغوه کړ.
تر اوسه معلومه نهده چې کوم کسان به سږنیو ټاکنو کې د لوکاشینکا سیالي وکړي.
د دغه هېواد د اپوزېسیون مشر یوری ګبارویچ پر خپله فېسبوک پاڼه د راتلونکو ټاکنو په ترسره کېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ټاکنیزو منډو ترړو کې د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ ممکن زیات شي.