طالبان: ۴۸ افغان امنیتي ځواکونه خوشې شول
طالبان وایي، پرون او ننیې په هرات ولایت کې ۴۸ امنیتي سرتېري له بنده ازاد کړي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغو کسانو تهیې جامې او د ټرانسپورت پیسې هم ورکړې دي.
شاهین لیکلي، دوی د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر ته دوام ورکوي.
افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شااوخوا زر او طالبانو نږدې ۲۰۰ حکومتي زندانیان په بېلابېلو ولایتونو کې پرېښي دي.