ایران کې زلزله شوې
نن سهار د ایران پلازمېنه تهران کې د یوې زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.
دا زلزله د ریښتر په کچه ۵،۱ یو بلل شوې ده. ویل کېږي د زلزلې ټکانونو د دې ښار یو شمېر اوسېدونکي وېرولي او د دې زلزلې وروسته د نورو ټکانونو له وېرې له کورونو د تهران کوڅو ته وتلي دي.
د تهران پوهنتون د جیوفزیک د مرکز په حواله زلزله په ځایي وخت تېره شپه له نیمې شپې لږ وروسته د دماوند ښار ته نږدې اووه کیلومتره ژوره رامنځته شوې ده.
دا ښار د تهران په ختیځ کې ۷۰ کیلومتره لیرې پروت دی.
د ایرنا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د زلزلې له کبله د مرګژوبلې یا ویجاړۍ لومړي راپورونه نهدي ورکول شوي.
زلزلې په شمال ولایت مازنداران هم اغېز کړی دی.