چارواکي: په پکتیکا کې ۱۷ وسلهوال وژل شوي
چارواکي وايي، په پکتیکا کې ۱۷ وسلهوال وژل شوي.
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي چې تېر ماښام وسلهوالو د یاد ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په ځوابي عمل کې ۱۷وسلهوال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن رسنیو ته وویل: "طالبانو د سروبي ولسوالۍ د منګاروتو په سیمه کې د پولیسو پر پوستو ډلهییز بریدونه وکړل چې د پولیسو په چټک غبرګون او ځوابې ډزو کې وسلهوالو ترهګرو ته درنه مرګژوبله واوښته. د هغوی ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۰ نور یې ټپیان شوي دي. د اوو تنو مړي د جګړې په سیمه کې پاته شوي دي."
ده زیاته کړې چې د جګړې له سیمې یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان پولیسو لاسته لوېدلي دي.
شاه محمد ارین ویلي، په دې بریدونو کې پولیسو ته مرګژوبله نهده اوښتې.
بل لوري ته په پکتیا کې د ملي اردو د ځواکونو د رسنیو دفتر رسینو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې وسلهوالو ته یاده مرګژوبله د افغان پوځ په هوايي او توپچي بریدونو کې رسېدلې ده.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.