مجاهد کاکړ مړ شو
د افغانستان رسنیو مخکښه څېره مجاهد کاکړ مړ شو.
کاکړ نږدې شپږ کاله له سرطان سره لاس او ګرېوان و او ساعت مخکې يې د المان په اخن ښار کې په يوه روغتون کې ساه ورکړه.
خپلوانيې وايي چې ۵۲ کالهيې عمر درلود.
کاکړ واده کړی و او دوه کوچني زامن ورڅخه پاتې شول.
کاکړ په طلوعنيوز خصوصي ټلوېزيون کې د کار مخينه درلوده او څه مودهيې مشر هم و.
هغه په طلوعنيوز کې د سياسي خپرونو او مناظرو کوربه و.
په شپږ کلنه موده کې چې کاکړ په سرطان اخته و، څه مودهيې روغتيايي وضعیت ښه و، خو وروستيو کې يې وضعیت خراب او روغتون ته ولېږدول شو.