د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د موټر بم برید مسؤلیت طالبانو ومانه
د هلمند والي محمد ياسين رسنيو ته وويل چي د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج ولسوالۍ کې د طالبانو په موټر بم بريد کې د ملي امنيت ۵ سرتېري وژل شوي او د ۱۰ په شااوخوا کې ټپيان دي.
دغه موټر بم د افغان ځواکونو په يوه ټولي شوی دی او طالبانو يي پړه په غاړه اخیستې ده.
دا د روان کال د فبرورۍ مياشتې د ۲۹مې د سولې تر توافق وروسته چې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ وشو لومړی لوی بريد دی چې افغان ځواکونو ته مرګژوبله اړوي، يوې سرچينې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل په ياد بريد کې د ملي امنيت ۱۸ سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي، اما رسمي سرچينې داخبره نهمني.
د هلمند والي زياته کړې طالبان د خپل توافق له مخې پر هېڅ ژمنه نهدي درېدلي او د اورکم د تعهد سره سرهيې پر افغان حکومت بريدونو ته زور ورکړی دی.
بلهخوا د میوند قول اردو وایي د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پرونیو عملیاتو کې ۱۰ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د میوند قول اردو په اعلامیې کې چې نن خپره شوې راغلي په وژل شویو کې د سیفالخالد په نوم د طالبانو یو قوماندان هم شامل دی.
اعلامیه زیاتوي دغه طالبان مخکې تر دې چې ډلهییز برید وکړي په نښه شول او په خبرهیې افغان ځواکونو ته زیان نهدی اوښتی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.